پامیر ۲۱۷ قول اردو: کندز کې د ۹ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ کندز: د دې قول اردو له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وسلوالو طالبانو پرون قصد درلود چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې،چې امنیتي ځواکونو د دې برید څخه مخه نیول شوې او پر ۹ وسلوالو طالبانو په وژل کېدو سربېره ۱۲ نور یې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ويلي.
نجیبه سروري

Comments