پاشلي طالبان، د ډونرانو په لټه !؟

comments 0

له کله نه چې افغان حکومت د سولې لپاره نوې تګلاره جوړه کړې او طالبانو ته یې پکې د جګړې هیڅ پلمه نه ده پريښې، طالبان په فکري او فزیکي ډول په څو برخو ویشلي، ځینې ډلې له خپلومشرانو غواړي چې ولې نور له دولت سره بین الافغاني خبرې نه پیلوي او ځینو نور چې پوهیږي مشران یې له جګړې لاس نه اخلي، خپله یې له جګړې لاس اخیستی او ځینې نور چې د پاکستان له ای ایس ای د ترور ویره لري، له پاکستان تښتیدلي او په سیمه کې یې نور ډونران پيدا کړي او یا يې په لټه کې دي.
د طالبانو هغه مشران او ډلې چې له کلونو راهسې د پاکستان د څارګرې ادارې تر امر لاندې افغانستان کې وجنګیدل او په دې موده کې یې د خپلو مشرانو برخلیک ولید چې پاکستان په کومه پلمه څنګه ووژل، اوس دې پریکړې ته رسیدلي چې د پاکستان تر امر لاندې ډلې یا به په جګړه کې د پاکستان د ګټو لپاره وژل کیږي او یا به یې پاکستان هدفي وژني، یانې له مرګ پرته یې بله لار نشته.
د طالبانو ځینې مشران په همدې پلمه چې ګنې افغانستان کې جګړه رهبري کوي، د ای ایس ای له کلابندۍ ځان راخلاص کړی، په هلمند، کندهار، زابل او ارزګان کې څو ورځو تېریدو وروسته یې ایران او ځینو مرکزي اسیا ته مخه کړې چې هلته ځان او کورنۍ خوندي کړي او دا ځل د هغه هېوادونو د ګټو لپاره افغانستان کې خپلې ډلې وجنګوي.
د طالبانو د ځینو ډلو مشران او جنګیالي د دې لپاره چې افغان دولت سره سوله وکړي او ژوند یې خوندي شي، نورو هېوادونو ته پنا وړي چې د جګړې امکانات ترې واخلي، ځان وساتي او پردي اولادونه ووژني.
افغان دولت سولې ته ژمن دی او هغه ډلې چې اوس له طالبانو جلا کیدونکي دي او یا جلا شوي کولای شي د سولې عالي شورا سره تماس ونیسي، هم به یې ځان ژغورلی وي او هم هېواد.
د طالبانو ځینې ډلې چې په فکري ډول له یو بل سره وران شوي په ځینو ولایتونو کې د کانونو او نشه يي توکو په کاروبار هم وران دي، ځینې ډلې د دې لپاره چې د پاکستان په ملاتړ وسله والې ډلې ماتې کړي او مالي سرچینو باندې واک ټینګ کړي، د ایران ملاتړ ترلاسه کړی چې هم د ایران ګټې افغانستان کې خوندي کړي او هم هغه طالبان له کانونو وشړي چې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي.
د طالبانو هغه ډله مشران چې د ایران ملاتړ یې ترلاسه کړی له نورو طالبانو سره مخامخ جګړه کوي او یا هم پر یو بل غلچکي بریدونه کوي چې زیاتو هغو ته یې رسنۍ لاس رسی نه لري او طالبان یې پټ ساتي.
د طالبانو ځینو نورو ډلو مرکزي اسیا او په ځانګړي ډول روسيي ته مخه کړې او په دې توانیدلي چې ملاتړ یې ترلاسه کړي، دا ډله طالبان له روسيي نغدې پیسې اخلي او په افغانستان کې د روسيي د ګټو لپاره جګړه کوي، دا ډله طالبان هم زیات جنګیالي لري او د روسيي د مرستو تر څنګ په افغانستان کې د هغو سیمو د نیولو په هڅه کې دي چې کانونه لري او د نشه يي توکو کښت او قاچاق پکې کیږي.
د طالبانو د مشرانو لپاره خوشبختي دا ده چې په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې هلته یې ښوونځي تړلي او جهالت ګراف پکې پورته دی، له دې سیمو طالبان کولای شي په اسانۍ سره جنګیالي جذب کړي، دا جنګیالي د جهاد په نوم جذبوي چې ځینې ته یې پیسې ورکوي او ځینو ته خو یې یواځې لباس اخلي او یوه افغانۍ هم نه ورکوي.
د طالبانو په خپلمنځي جنجالونو او جلا جلا مادي هدفونو باندې اوس ټول هغه خلک پوهیږي چې سواد ولري، راډیو ټلویزیون ولري، او ټکنالوجۍ ته لاس رسی ولري، طالبان د دې لپاره چې بیا به یې د جګړې لپاره بشري قوه نه وي، اجازه نه ورکوي چې سیمه کې یې ښوونځی فعال شي، برښنا راشي چې خلک نړۍ سره اشنا شي او…..
افغانستان کې هغه ډلې طالبان چې د پاکستان لپاره جګړه کوي، مستقیما له افغان ځواکونو سره جګړه کوي او دا دستور د پاکستان دی چې افغان ځواکونه پرمختګ ته پرینږدي.
افغانستان کې هغه ډلې چې د ایران لپاره جګړه کوي، د سیمه ییزو پروژو او برښنا بندونو مخه نیسي چې ایران ترې اقتصادي ویره لري او د دې تر څنګ په شیعه ګانو بریدونه کوي چې مذهبي جګړه راپورته کړي.
افغانستان کې هغه ډلې چې د روسيي لپاره جګړه کوي، په امریکا، افغان ځواکونو او داعش ډلې بریدونه کوي، روسیه په افغانستان کې د امریکا له حضور سره مخالفت لري، له داعش ډلې ویره لري چې د امریکا پروژه ده او روسيي ته لوی ګواښ کیدای شي او پر افغان ځواکونو ځکه بریدونه کوي چې په افغان حکومت فشار راوړي.
لیکوال: نوید احمد څرک

Comments

Leave a Reply