پارلمان د جمعې په ورځ پرانیستل کیږی

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د پرانیستې لپاره ټول چمتوالی نیولی دی .

ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې سرچینې وایي، د کابل او میدان وردګو ولایتونو د پایلو له اعلان پرته به ولسمشر ملي شورا پرانیزي او د غزني مخکیني وکیلان به پارلمان کې وي.

ټاکنو کمیسیون بیا وايي، که ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د وروستیو پایلو څیړنې له دوی سره شریکې کړي تر جمعې به یې اعلان کړي .

پارلماني چارو کې د دولت وزارت ویلي و چې پارلمان پرانیسته به د پنجشنبه په ورځ وشي، خو اوس دا وزارت وایي، دا پرانیسته به د جمعې په ورځ وشي.

عبید رادپور

Comments