پارلماني بریالۍ که ناکامې ټاکنې/ سید عبدالله پاچا

comments 0

د ولسي جرګې ټاکنې چې د تلې په ۲۸مه نېټه وشوې، له زیاتو تخنیکي ستونزو سره مل وې، لامل دا و چې د دې ټاکنو لپاره په وروستیو کې د بایو متریک سیستم رامنځ ته شو چې رای ورکوونکي او کارمندان ورسره بلد نه و.
خو په ټوله کې دا سیستم دومره ښه شو چې کمې رای وکاریږي، خو پاکې رای، ځینو سیمو کې زیاتې درغلۍ وشوې چې د ټاکنو کمېسیون کار یې سخت کړ، خو په ټوله کې دا سیستم یو فلټر شو چې زور واکي له صحنې ووځي او کم شمېر یې توانیدلي چې لار پيدا کړي.
د ټاکنو کمېسیون باندې زیات خلک غوصه و چې د ټاکنو مدیریت یې سم نه دی کړی، خو وروسته چې پایلې اعلان شوې، اوس د ټاکنو کمېسیون نسبي ستایل کیږي چې د ځینو ولایتونو زور واکي یې له صحنې ویستلي دي.
زور واکو فکر کو چې پخواني سیستم باندې به صندقونه ډکوي او بیا به پارلمان ته لار پيدا کړي، خو داسې و نه شول او هغه صندقونه چې په خپل سر ډک شوي و، ټول یې له منځه لاړل او پایله کې هغه کسانو لار پيدا کړې چې رای یې وړي دي.
د ټولوولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوي او ټولو ولایتونو زورور خلک په پایلو کې نشته، که څه هم په ټاکنو کې حکومت په لاس وهنې تورن کیږي، خو د ځینو کسانو له ناکامیدو سره دا هم په ډاګه شوه چې حکومت په ټاکنو کې لاس وهنه نه ده کړې.
د حکومت قوي ملاتړي او د ارګ په ډاډ دریدلي کسان هم په لومړني نوملړ کې نشته، له دې سره یو ځای فکر کیده چې دامریکا سفارت ټاکنو کې لاس وهنه کوي، خو هغه نوماندان هم په بریالیو کسانو کې نشته چې د امریکا د ښه ملګرتیا تور پرې و.
نو ویلی شو چې ټاکنو تخنیکي ستونزې درلودلې،خو دا ستونزې دومره نه دي چې په پایلو ناسم اغیز وکړي.
ټاکنو کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړې، د ۱۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې او پاتې ولایتونه به هم ژر اعلان شي،
اوس خلک په تمه دي چې د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي او نوی پارلمان رامنځ ته شي، ځکه خلک په هغو کسان خوښ دي چې ناکام شوي ، کوم کسان چې تېر پارلمان کې ولس باندې سر ګرځولی او د پردیو ګټو لپاره یې په ښکاره کار کو.

Comments