پآکستان کې د کډوالو موده تمدید شوه

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۹ کال تر شپږمې میاشتې وغځول شوه.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، د پاکستان کابینې د کډوالو لپاره د یوې هر اړخیزې تګلارې جوړولو پرېکړه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و چې، پاکستان کې زيږېدلو افغان کډوالو ماشومانو ته پاسپورټ ورکوي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو موده غځېدل د لنډ مهال لپاره مناسب اقدام دی، خو په بنسټیزه توګه د کډوالو مسایلو هوارولو ته بسنه نه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي، اوسمهال ۱۳۰۰ زره افغانان پاکستان کې د اوسېدو رسمي اجازه لیک لري او پنځه سوه زره نور بیا دغه اجازه لیک نه لري.
دادان وزیري

Comments