پآکستان حکومت پښتون قوم پردی یادوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: په پاکستان کې د انقلاب لپاره پيل شوی غږ په پراخیدو دی او ډاډ دا دی چې دا غږ به تر هغې بند نه شي چې پاکستان حکومت پښتون قوم ته په درنه سترګه وګوري.
په پښتونخوا او کویټه کې پښتانه مشران په پنجاب نیوکې لري چې د دوی برحقې داعې منلو ته چمتو نه دي.
هغه ژمنې چې د اسلام اباد لاریون کوونکو سره شوې وې، تراوسه نه دي عملي شوي او له هغې وروسته نور پښتانه ځوانان او مشران وژل شوي دي.
دوی خبرداری ورکړ چې نور د پښتون وژنې زغم پای ته رسیدلی او د انقلاب چغه به جاري ساتي .
د دې خوځښت مشري چې منظور پشتین کوي، زیات پښتانه پرې راټول دي او هر ځای یې تود هرکلی کیږي او خلک د ملاتړ ډاډ ورکوي.
دادان وزیري

Comments