ټيلګراف ورځپاڼه: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته کولی شي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: دا درې ورځنی اوربند به د وسله والو طالبانو د یووالي امتحان وي او که چېرې د طالبانو ترمنځ بېلابېلې ډلې دا اوربند ونه مني، په هغه صورت کې به بریدونه دوام وکړي
لندن – ټيلګراف ورځپاڼې د طالبانو له خوا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند د اعلان په اړه ویلي، دا د افغانستان د دوو لسیزو په جګړه کې چې د سولې پرله پسې هڅې په کې ناکامې شوې دي او لسګونه زره کسان پکې مړه او ټپیان شوي، تر ټولو هیله بښونکی اقدام دی.
ټیلګراف ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال څرګندونې را اخیستې چې د طالبانو دا اعلان یې د سولې د لیدلوري پر خوا یو مهم ګام بللی دی.
ورځپاڼه د وسله والو طالبانو د اعلامیې په حواله وايي، خپلو قوماندانانو ته یې دا هم ویلي چې د افغان ځواکونو هغه بندیان هم خوشې کړي، د چا په اړه چې ډاډمن وي چې بېرته له افغان ځواکونو سره نه یوځای کېږي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا اوربند ښايي د طالبانو د خپل منځي انسجام لپاره هم یوه ازموینه وي او ترې څرګنده به شي چې د دې وسله والې ډلې لوړپوړي مشران چې ویل کېږي، تر ډېره پاکستان کې دي، په افغانستان کې د ننه پر خپلو سیمه ییزو قومندانانو کنټرول لري او کنه؟
ورځپاڼه د یو لوېدیځ ډیپلوماټ له خولې وايي چې په دې درېیو ورځو کې به د وسله والو طالبانو د یووالي امتحان وي او که چېرې د طالبانو ترمنځ بېلابېلې ډلې دا اوربند ونه مني، په هغه صورت کې به بریدونه دوام وکړي.
سرچینه : ویسا

Share this page to Telegram

Comments