ټرمپ: چې سوله وشي، بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي

comments 0

هندوکش – امریکا: دامریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي خپل سرتیري به له افغانستانه وباسي.
ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې ویلي چې د افغان سولې خبرې جدي پيل شوي او ښې روانې دي.
ټرمپ ویلي، امریکا له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې ده او په لومړي ځل د سولې هوکړې په تړاو خبرې پيل شوي.
دامریکا ولسمشر دخپلې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ دا کار ښه اقدام بللی دی.
ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي و چې له افغانستانه خپل پوځیان باسي چې له ډول ډول غبرګونو سره مخامخ شو.
د افغانانو سره بېره ډېری امریکایي چارواکو یي هم مخالفت کړی دی چې دافغان جګړې پایته رسېدو وړاندې باید امریکایي ځواکونه افغانستان یوازې پرې نه ېږدي.
فکور نعیمي

Comments