ټرمپ ځینو هېوادونو ته ګواښ کړی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا جمهور ریس ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر هغو هېوادونو به خپلې مالي مرستې بندي کړي چې د هغه د پریکړې پر ضد د ملګرو ملتونو پریکړه لیک ته رایه ورکړي.
ډونالډ ټرمپ ویلي موږ له دغې رایې اچونې څخه څارنه کوو او هغه هېوادونه په نښه کوو چې زموږ د بیت المقدس په اړه د امریکا د حکومت د پریکړې پر ضد رایه ورکوي.
ټاکل شوې د ملګروملتونو عمومي اسامبله نن د بیت المقدس په اړه د امریکا د جمهور ریس د وروستۍ پریکړې په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.
په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو پریکړه لیک چې د بیت المقدس په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې پر ضد رایې اچونې ته وړاندې شي.
ټرمپ څو اونۍ وړاندې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې د امریکا سفارت به هم دغه ښار ته ولیږدوي.
ېدلې دي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply