ټرمپ: هند هم د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې په لاسلیک خوښ دی

comments 0

هندوکش ــ هند: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې په دوه ورځني سفر هند ته تللی دي، د دې هېواد د لومړۍ وزیر نرېندرا مودي په یو ګډه ناسته کې ګډونوالو ته وویل، چې هر څوک د سولي هوکړې لاسلیک ته حوښ دي. هند هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي هوکړې په لاسلیک حوښ دی.
ټرمپ دا څرګندونې داسي مهال کې کوي، چې تمه ده د روانې میلادي کال د فبروري د میاشتې په ۲۹ مه نېټه به د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې توافقنامه لاسلیک شي.
د لاسلیک مراسمو ته به د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر د څنګ د نړیوالو سازمانونو استازي هم رابلل شوي دي.
وحید امان

Comments