ټرمپ: له طالبانو سره بده معامله نه مني

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا به د افغانستان پرسر بده معامله ونه مني.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دافغانستان سولې هلو ځلو ته لومړیتوب ورکوي، خو که د سولې خبرو اترو د دوی د تمې سره سمه پایله ورنه کړه نو پوځي انتخابونو ته به مخه کړي.

د ځینو تحلیل دا دی چې دا افغان حکومت ته ډاډ او پر طالبانو فشار دی څو په نرمښت مخ ته لاړ شي.

ها خوا چین وایي، د افغان سولې او پخلاینې لپاره امریکا، روسیې او نورو شریکانو سره په نږدې اړیکه کې دی.

دا اندیښنې وروسته له هغې ډيرې شوې چې قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو خبرو څخه ځينې مالومات خپاره شول چې د افغانانو او افغانستان په زیان تمامیدلی شي.

ویل کیږي قطر کې له طالبانو سره هوکړه شوې چې امریکا ته به خطر نه وي او امریکابه د طالبانو شا پریږدي چې له حکومت سره څه ډول سولې ته رسیدلی شي.

فکور نعیمي

Comments