ټرمپ د ټولنیزو رسنیو مشرانو ته خبرداری ورکړی

comments 0

هندوکش – امریکا: د نړۍ د زبرځواک هیواد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټولنیزو شبکو ته ګواښونه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټویټر ، فیسبوک او ګوګل ته خبرداری ورکړ چې پخپل چلند کې له احتیاط کار واخلي.
ټرمپ وايي ټولنیزې شبکې سیاسي پوسټونه پرته له شواهدو خپروي.
هغه ادعا وکړه چې ټویټر او فیسبوک د داسې پوسټونو خپرولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړي دي.
ټرمپ د نړۍ د نورو مشرانو په پرتله په ټولنیزو شبکو او په ځانګړې توګه په ټویټر کې ډیر فعال دی.
هغه تر دې وړاندې پر رسنیو هم ډیرې نیوکې درلودې او اوس ښکاري چې له ټولنیزو شبکو سره هم دښمني پیل کړي.
فکور نعیمي

Comments