ټرمپ د منځنۍ اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلانوي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره پلان لري چې د منځنۍ اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړي.
له طبیعي سرچینو سره په دې مالاماله سیمه کې د نفوذ په خاطر چین او روسیه سره سیالي کوي او د افغانستان له لورې وسله وال د منځنۍ اسیا ثبات تهدیدوي.
د امریکا بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د ډېسېمبر پر ۱۳مه وروسته تر دې چې د قزاقستان له بهرنیو چارو وزیر مختار تیلیو بیردي سره یې وکتل، وویل چې سږکال واشنګټن د منځنۍ اسیا له پنځو هیوادو سره دوه اړخیز ډیپلوماټیکې اړیکي زیاتې کړې دي.
د امریکا یو پلاوی د جولای په میاشت کې وروسته له څلور کلونو د لومړي ځل لپاره قرغزستان ته ولاړ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر په نومبر کې د ترکمنستان بهرنیو چارو د وزیر رسد میریدوف کوربه و او ټاکل شوې ده چې په پسرلي کې د تاجکستان او ازبکستان د حکومت پلاوي د کلنۍ سلامشورې لپاره په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت میلمانه وي.
په منځنۍ اسیا کې د امریکا دلچسپي په داسې وخت کې زیاته شوې ده چې واشنګټن هڅې کوي له افغانستانه، چې د منځنۍ اسیا له دریو هیوادو سره ګډه پوله لري، خپل ځواکونه وباسي.
لمر اشنا

Comments