ټرمپ: د سولې د کامیابیدو لپاره باید طالبان خپلې ژمنې عملي کړي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: په داسې حال کې چې نن شنبه له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لاسلیکېږي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له فرصته ګټه واخلي.
بیانیه کې ولسمشر ټرمپ محتاطانه خوشبیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که طالبان خپلې کړې ژمنې وساتي په افغانستان کې به د جګړې پای او د امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي.
د امریکا ولسمشر ویلي، پورتنۍ ژمنې به په داسې یوه افغانستان کې چې القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې په کې نه وي، د یوې تلپاتې سولې له پاره کوټلي ګامونه وي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د سولې هوکړه به د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په حضور کې نن شنبه قطر کې لاسليک شي.”
دغه هوکړه به د طالبانو له خوا د امنيتي ضمانتونو په بدل کې پړاو په پړاو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتلو مهالوېش هم جوت کړي، چې ور پسې به بين الافغاني خبرې ترسره کېږي.
ډونلډ ټرمپ وایي، ډېر ژر به د قطر دوحه ښار کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې هوکړه لاسلیک کړي او د دفاع وزیر مارک اسپر به په عین ورځ په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره اعلامیه لاسلیک کړي.
فکور نعیمي

Comments