ټرمپ او کیم جونګ اون ویتنام کې سره ولیدل

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزات نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره دویمې لیدنې لپاره د ویتنام پلازمېنې هانوې کې سره لیدلي دي.
ددې غونډې هدف د شمالي کوریا له خوا د اټومي فعالیتونو درول او په مقابل کې پر پوینګ یانګ د بندیزونو په لرې کېدو سربېره د امریکا په ګډون له نورو هیوادونو سره د هغه هېواد د ښو اړیکو رامنځ ته کول دي.
ټرمپ او کیم جون اون د سنګاپور په غونډه کې د شویو هوکړو پر تعقیب خبرې وکړي.
د شمالي کوریا ولسمشر هم د اورګاډي په مرسته له چین څخه په تیریدو د ویتنام پلازمینې ته رسیدلی وو.
ویتنامي چارواکي وايي د ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ یوې بریالۍ غونډې ته سترګې په لار دي.
د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت وايي هیواد یې غواړي چې له نړیوالې سولې او ثبات سره مرسته وکړي او په همدې هدف یې د تیرو لسو ورځو راهیسې اړین تیاری نیولی دی.
فکور نعیمي

Comments