ټرمپ: افغانستان کې پرمختګ شوی دی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، افغانستان کې پر امریکايي سرتیرو محدودیتونو لرې کېدو سره پرمختګ شوی دی.
ډونالډ ټرمپ د ډیرو جزیاتو ورکولو پرته ویلي، افغانستان کې له کلونو راهېسې د دوی پر سرتیرو ځېنې غیر ضروري محدودیتونه لګیدلي وو.
ټرمپ افغانستان کې جنګیدونکو سرتیرو ته په اشارې ویلي، هغوی چې د امریکا لپاره خپل ځان په خطر کې اچوي ددې وړ دي چې د دښمن د ماتولو لپار ورته اصول جوړ شي.
د ډونالډ ټرمپ اشاره ښايي د هوايي بریدونو زیاتیدو ته وي چې د تازه خپاره شویو مالوماتو له مخې د سږکال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان کې د امریکا هوايي ځواک تر بل هر وخت زیات بمونه او توغندي کارولي.
فکور نعیمي

Comments