ټرافیکي پېښې ۴۰ کسان مړه او ټپیان کړل

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند کابل پر لویه لار ترافيکي پېښه کې څلوېښت کسان مړه او ټپيان شوي دي.
پېښه د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ اړوند حوض مدد سيمه کې د یوه مازدا او ۴۰۴ ډوله موټرو تر منځ ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز وايي، په پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ۲۵ نور ټپيان دي.
د عزیز په خبره په مړو کې درې ښځې او درې ماشومان او ټپيانو کې درې ښځي او یو ماشوم شامل دی.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې غوري ښودل شوې ده.
ننگیالی کوهنورد

Comments