ټاکنې او ولسواکي / سمیع عزیزی

comments 0

ټاکنې او د ټاکنو ترسره کېدل د یوه قانونمند او ولسواک نظام  لپاره د ستنو حیثیت لري. په پرمختللو ولسونو کې د ټاکنو شفافیت تر هرڅه لومړیتوب لري او د ټاکنیزو بنسټونو په خپلواکۍ کې شک او تردید په ډېره ټيټه کچه کې وي  خو دا هم معموله خبره  ده چې په ټاکنو کې بایلونکې ډلې او احزاب د خپلې ماتې پړه  د ټاکنیزو بنسټونو پر لاسوهنو پورې تړي. په بله وینا چې د خپلې ناکامۍ لاسونه پر ټاکنیزو بنسټونو پاکوي.

د افغانستان لپآره د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د دې لپاره ډېر مهم دي چې همدا ټاکنې دي، چې  د ولسواک نظام بنسټ ږدي، او ولس په ټاکنو کې د ټول ګډون لارې خپله راتلونکې په خپل لاس ټاکي.

افغانستان چې اوس د ولسواکۍ پر لور  لومړني ګامونه پورته کوي نو له شرک پرته  چې دا لار به له ستونزو او ننګونو او قربانیو  تشه نه وي. ښايي دا د سفر پیل وي خو هیله شته چې خلک به دې مزل ته رسیږي او لکه د نورې نړۍ ولس چې په رفا او هوساینه کې ژوند کوي، دوی( افغانان) هم ورسیږو.

روانې نا امنۍ او د زورواکو شته والی په افغانستان کې د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه  ده چې دا ملي بهیر يي تل د منفي اغېز تر سیوري لاندې را وستی دی. اوس که څه هم  د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ته شاوخوا دوه کلن زماني واټن پاتې دی خو ولس خپله راتونکې د راتلونکو ټاکنو له روڼوالي سره تړلې بولي او حکومت ته د نیوکې ګوته نیسي چې ګواکې د ټاکنو د روڼوالي لپاره لاس تر زنې ناست دی. یوه ټاکنه چې د ټاکنو له روڼوالي سره يي مرسته کولای شوای هغه په رای ورکولو کې د برېښنايي پیژندپاڼو کارول و، چې دا هم د ځینو کړیو د فردي غوښتنو قرباني شوه.

له دې ټولو سره سره  د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت اقدمات هم د پام وړ دي. لومړنی ګام  چې حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پورته کړ، هغه په ټاکنیزو قوانینو کې یو لړ بدلونونه وو.  حکومت د کار په لومړیو ورځو کې د ټاکنو په قانون کې د یو لړ اړینو اصلاحاتو لپاره، د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړی کمېسیون رامنځته کړ. دې کمېسیون مسؤولیت درلود، چې په لومړي ګام کې د ټاکنو اړوند ټول قوانین وارزوي او هغه ورځنیو اړتیاوو او تيرو تجربو ته په کتو برابر کړي.د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون نور کارونه، د ټاکنیزو جوړښتونو ارزونه او د دغو جوړښتونو کاري ظرفیتونه وو او د هغو د حل لپاره یې ملي وحدت حکومت ته مشخص وړاندیزونه  وړاندې کړل چې دا  ټول ومنل شول.

د ټاکنو قانون د تعدیل په موخه د وړاندیزونو او نظریاتو ترلاسه کولو لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون جوړ شو. د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون د وړاندیز او د جمهوررئیس محمد اشرف غني د تقنیني فرمان پر اساس، د ټاکنو قانون تعدیل شو.

د ټاکنو د نوي قانون او د جمهوررئیس د فرمان پر اساس، د غوراوي کمېټه جوړه شوه، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب لپاره د نوماندانو لېست جوړ کړي. غوراوي کمېټې د مدني ټولنو استازو او رسنیو پر وړاندې د یوه رڼه پروګرام له لارې، د ټاکنو کمېسیون د غړیتوب لپاره ۲۱ تنه او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړیتوب لپاره ۱۵ تنه، د نوماندانو د لېست په توګه، جمهوري ریاست ته وړاندې کړل. جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د قاضي القضات او لوی څارنوال په حضور کې، له نوماندانو سره مرکې ترسره کړې.

د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د مالي سرچینو موندل او د دعو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره امنیتي تدابیر  د حکومت لپاره یوه تر ټولو لویه آزموینه ده . خو حکومت په دې برخه کې هم ځیني ګامونه پورته کړي چې د پآم وړ دي. حکومت د ټاکنو ترسره کولو د اسانتیاوو لپاره دوه مالي او امنیتي کمېټې ګمارلې  او همدا راز د ټاکنو د یوې برخې لګښتونو لپاره یې ملي بودجه تخصیص کړې ده.  د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت بل کار دا و چې د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د رایه ورکوونکو د لېستونو برابرولو لومړۍ مرحله بشپړه کړې او همدا راز د رایې ورکونې سیستم بایومیټریک کول او په ټاکنو کې له ورځنۍ ټکنالوژۍ څخه  ګټه اخیستل یې، ورستي کړي دي. سربېره پر دې د برېښنایي رایې ورکونې سیستم عملي کولو پلان نهایي شوی او د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کېدو نېټه ټاکل شوې.

د عادلانه او سرتاسري ټاکنو ترسره کېدو لپاره د زمینې برابرول د حکومت یو له کیلدي ژمنو ده چې خلک يي د پلي کېدو په تمه دي.

Comments

Leave a Reply