ټاکنې او د افغان ځواکونو میړانه/ نوید احمد څرک

comments 0

طالبانو او نورو ترهګرو ډلو فکر کو چې پارلمان ټاکنو ترسره کیدو ته به اجازه ور نه کړي ، بریدونه به وکړي او د ټاکنو پروسه به په هر شکل چې وي ګډه وډ کړي، خو تېره ورځ او نن افغان ځواکونو وښودله چې په پوره میړانه یې د ټاکنو پروسه مدیریت کړه او د زیاتو بریدونو مخه یې ونیوله.
طالبانو خپله هڅه وکړه چې پروسه ګډه وډه کړي، خو و نه توانیدل او افغان ځواکونو اجازه ور نه کړه چې د خلکو د رای ورکولو مخه ونیسي.
افغان ولس د طالبانو له اخطارونو سره ـ سره د رای اچولو د صندقونو پر لور لاړل او د ښه پارلمان د رامنځ ته کولو لپاره یې د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړه.
افغان ولس طالبانو ته ښودله چې د دوی د ارادې مخه نه شي نیولی او هیڅکله به یې له هغې پروسې را و نه ګرځوي چې اسلام او ولسوالۍ یې اجازه ورکړې ده.
د ټاکنو امنیت چې د افغان ځواکونو او افغان حکومت لپاره ازموینه وه، تر دې دمه بریالۍ ده او افغان ځواکونو میړانه په دې ورځ ستایل شوې چې د ټاکنو امنیت یې په بشپړ ډول نیولی و.
افغان پولیسو ځینو سیمو کې کسان نیولي چې طالبانو د پروسې د ګډوډولو لپاره ګمارلي و، ځینو سیمو کې وړې چاودنه وکړې چې له نیکه مرغه مرګ ژوبله نه لري، خو خلک یې له ټاکنو را و نه ګرځول.
لکه د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر چې ویلي، افغان ځواکونه د طالبانو خلاف د جګړې وړتیا لري.
د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل ویلي، د لوی پاسوال رازق وژل کېدل به افغان ځواکونه د طالبانو خلاف جګړه کې په شا نه کړي.
جوزف ووټل زیاته کړې چې افغان ځواکونه کولای شي د ټاکنو په مهال او له ټاکنو وروسته په کندهار کې وضعیت کابو کړي.
ووټل ډاډ ورکوي چې د رازق وژل کېدل به د افغانستان د جګړې په برخه کې د امریکا پر ملاتړ هم منفي اغېز و نه کړي.
په کور دننه هم د افغان ځواکونو وړتیا ستایل شوې چې د ټاکنو امنیت یې نیولی و او هیڅ دښمن ته یې اجازه ور نه کړه چې دا پروسه ګډه وډه کړي او افغانان له رای ورکولو را وګرځوي.
کورنیو چارو وزارت لومړی ۵۵ زره پولیس د امنیت لپاره ګمارلي و چې دا شمېره بیا له ۷۰زرو پورته شوه.
له پولیسو سره یو ځای ملي دفاع وزارت هم همکاري کوله او څو کمربندونو کې یې د رای ورکولو امنیت نیولی و چې خلک په ډاډه زړه رای وکاروي.
د طالبانو هغه اعلامیه چې خلک یې په رواني لحاظ ډارولي و، ولس ماتې ورکړه او د طالبانو له اخطارونو سره سره یې پر افغان ځواکونو باور وکړ او د رای اچونې مرکزونو ته ورغلل.
نو په خپلو ځواکونو باور لرئ، دا ځواکونه د نړۍ تر ټولو ځواکونو پياوړي دي، خو یواځې د ولس ملاتړ ته ضرورت لري او له نیکه مرغه اوس تر بل هر وخت افغان ځواکونو ملاتړ پيدا کړی او ولسونه همکاري ورسره کوي او باور پرې کوي.

Comments