ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو مشورې دوام لري

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکنیزو کمېسونونو کې د اصلاحاتو په موخه یو دور مشورې شوي او دویم پړاو یې دوام لري.
د ملي یووالي حکومت اجرایه مشر ډاکټرعبدالله عبدالله د رسنیو له استازو سره په یوې ځانګړې ناسته کې د خپل دویم مرستیال محمد محقیق د پوست په اړه چې ولسمشر یې د عزل امر ورکړی وویل، په دې اړه دوی کار کوي څو دغه موضوع جنجالي نه شي.
د سولې په تړاو ډاکټر عبدالله ومنله چې اجماع نشته خو د هغه په خبره لا هم په دې برخه کې فرصت شته.
د افغانستان او امریکا اړیکو ته په اشارې ښاغلي عبدالله وویل، افغانستان کې د امریکا د دایمي پاتې کیدو ژمنې نه دي شوي،دا ژمنې یواځې د دوامداره همکاریو دي چې کابل او واشنګټن به یې سره پالي.
د اجرایه رییس د خبرو نور ټکي داوو چې نړیوالو ور سره منلې چې سولې او ټاکنو پروسه به یو ځای مخ ته ځي هغه دا هم وویل، طالبانو په تبلیغاتي ډګر کې له دوی ګټلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments