ټاکنو کمېسیون کې له مدیریت انديښنې دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون دننه اختلافات او د ټاکنو پر سر د حکومت جنجالونو له کمېسیون خپلواکي اخیستې او قومي لورې ته یې کاږي.
د فیفا اجرایوي مشر یوسف رشید وايي، د ټاکنیزو پروسې پر سر راپورته شويو اختلافاتو د کمېسیون کار او مدیریت ضعیف کړی چې د ټاکنو په پروسه به ناسم اغیز وکړي.
رشید وایي، د ټاکنو کمېسیون کمشنران په فرعي کارونو بوخت دي او اصلي کارونه چې د ټاکنو مدیریت دی، ترې پاتې دی.
د ټاکنو کمېسیون کمشنران بیا ډاډه دي چې راتلونکي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یې تر مدیریت لاندې دي.
له دې سره د ټاکنو کمېسیون کمشنر سید حفیظ هاشمي وایي، د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء د پوسټ لپاره یې درې کسان ولسمشر ته معرفي کړي چې یو کس ترې وټاکي.
د ټاکنو کمېسیون د درالانشاء سرپرستې تېره اوونۍ استعفا وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments