ټاکنو کمېسیون: که د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د رایو بیا شمرنې دلایل په ګوته کړي همکاري ور سره کوو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هر کله چې یې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه لازم وضاحت ترلاسه کړ، په ځینو محلونو او مرکزونو کې به د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویندوی عبدالعزیز ابراهیمي  وویل: “د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمن دی چې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره مرسته وکړي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو مرکزونو او محلونو په اړه د لا زیات وضاحت غوښتنه کړې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په کې د رایو د بیا شمېرلو غوښتونکی دی، مونږ دا وضاحت غوښتی چې په کومو ولایتونو کې په څه ډول او په کومو دلایلو د رایو بیا شمېرنه غواړي.”
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، تخنیکي ټیمونه به جوړ شي او د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش کار به پیل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments