ټاکنو کمېسیون: ډلو او بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه ورکوو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ټاکنو کمېسیون وايي دوی به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له خوا د یو ورځنۍ مهلت په غبرګون، کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یوازې هغه رایې معتبرې دي چې بایومټریکي بنسټ ولري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلامیه چې د شنبې د ورځې په سهار، په کابل کې د جمعې د ورځې د لاریون په غبرګون خپره شوې په کې راغلي، کمېسیون ټول ټاکنیز چارې د قوانینو، لوایحو او طرز العملونو پر بنسټ مخته وړي.
د جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې زیات شمېر پلویانو کابل ښار کې د یوه لاریون په ترڅ کې د شپږ ماده ییزې پرېکړه لیک په خپرولو سره د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې ۳۰۰ زره هغه رایې چې د دغې ټاکنیزې ډلې په باور تقلبي او جعلي دي، باطلې اعلان کړي. دوی کمیسیوین ته یوه ورځ وخت ورکړی، دې ټاکنیزې ډلې ګواښ کړی چې غوښتنې یې ونه منل شي په ټول افغانستان کې به لاریونونه وکړي.
په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو غړي داوود سلطان زوی وایي، که د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د نا معتبرو رایو د باطلېدو غوښتونکې دي، اجازه دې ورکړي چې په پاتې اوو ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنه پیل شي.
سره له دې چې د ولسمشرۍ له ټاکنو دوه میاشتې تېرې شوي، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په ګډون د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د اعتراضونو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه دی توانېدلی چې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments