ټاکنو کمېسیون د نوم لیکنې بهیر پيلوي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمیسیون په ډاګه کړه چې د رایې ورکونکو د ثبت او راجستر بهیر د وري یا حمل میاشت کې پیلوي.
د ټاکنو کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد په یو خبري کنفرانس کې وویل، د رایې ورکوونکو د نوملړ د جوړولو بهیر لپاره بشپړ چمتوالی نیولی او دمګړۍ یې د کارکوونکو د استخدام لړۍ روانه ده .
دغه کمیسیون چې د انتخاباتو په تړاو له سیاسي ګوندونو سره غونډه درلوده وویل، د ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو په راتلونکو ټاکنو کې د افغان کډوالو د ونډې امکان نشته .
کمېسیون ډاډ ښودلی چې ټاکنې په اعلان شوې نیټه کوي او اوس کار کوي چې څنګه کیدای شي په ټاکنو د خلکو باور زیات کړي چې د خلکو ګډون پکې پراخ شي.
په دې غونډه کې سیاسي احزابو او د مدني ټولنې استازو ټینګار کړی چې باید پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په اعلان شوې نیټه ترسره شي او خلکو ته د پراخ ګډون زمینه برابره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply