ټاکنو کمېسیون ته د بایومتریک سیسټم ټول وسایل ورسېدل

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون ويلي، د بایومټریک سیسټم ټولې دستګاوې چې حکومت یې د ورکولو ژمنه کړې وه، ورته وسپارل شوې.
د ټاکنو کمېسیون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي ویلي، نن به د هېواد ۷۴ ولسوالیو ته د دې ماشینونو د استولو چارې پېل او په یوه اوونۍ کې بشپړ کړي.
د هاشمي په خبره بایومتریک سیسټم په مرسته به د خلکو د ګوتو نښې، عکس، د تذکرې عکس او ځانګړی نمبر ثبتېږي او هر وګړي ته به یو ځانګړی سټېکر چاپېږي چې د رایې پر کارت به نښلول کېږي.
د هغه په وینا، د رايي پر کارتونو ځانګړی سټېکر به د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو په بهیر کې له درغلیو مخنیوی وکړي.
له غزني پرته په ټول هېواد کې دوه اوونۍ وروسته د میزان یا تلې میاشتې په ۲۸ مه د ولسي جرګې ټاکنې کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments