ټاکنو کمېسیون اوربند ته خوشبین دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون وایي، د افغان حکومت او طالبانو اور بند د ټاکنو په پروسه مثبت اغېز لري او له دې سره د خلکو په ګډون کې د پام وړ ډېروالی راځي.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي وايي، خلک د خراب امنیتي وضعیت له امله ډاډه د نوم لیکنې مرکزونو ته نه شي تللی او پکار ده چې دا اوربند اوږمهاله شي.
د هاشمي په خبره، که د اوربند موده وغځیږي، هم به په ټاکنو کې د خلکو د ګډون ونډه زیاته شي او هم به په هغو سیمو کې د ټاکنو شفافیت تضمین شي چې اوس پکې ناامني ده.
د ولسي جرګې ځینې غړي هم باور لري چې اوسنی اوربند خلکو ته جرات ورکوي چې ټاکنو کې برخه واخلي.
د ولسي جرګې غړی نذیز احمدزی وایي، اوربند ته خلک له خوښۍ اوښکې تویوي او پکار ده چې له دې اوربند سره سره ښکیلې غاړې په سوله تمرکز وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments