يوناما: وسله والو طالبانو ته په اشارې ویلي؛ هېڅوک باید د افغان رسنیو خپلواکي ونه ګواښي

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې مطبوعاتو په کمه موده کې ډېره وده کړې او هیچاته باید اجازه ور نه کړل شي چې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دغه مهم پرمختګ وګواښي.
اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان سویلي اسیا کې د رسنیو د کثرت او پراختیا په برخه کې یو مخکښ هېواد دی.
دیبرا لاینز ویلي، ټولې خواوې باید د سولې په هر ډول خبرو کې د بیان د ازادۍ حق په ګډون ټولو اساسي بشري حقونو ته پام وکړي.
د یوناما رييسه زیاتوي چې ملګري ملتونه په خپل دریځ چې د رسنیو ازادي باید د سولې د هر بهیر د یوې برخې په توګه خوندي وساتل شي، ولاړ دي.
د ميلادي کال د مې مياشتې درېیمه نېټه ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments