يوناما: د ملکيانو د خونديتوب غوره لار اوربند دی

comments 0

36 Views

هندوکش ـ کابل: ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي اقدامات وکړي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبرا لاینز پر خپله ټوېټر پانه کړې دي.
نوموړي ویلي، په افغانستان کې به د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنۍ راپور نن سه شنبه د کب ۵ مه خپور کړي او په وینا یې د دغه راپور هدف دا دی، چې ښکېلو مسولو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه سپموي.
یوناما له دې مخکې ویلي و چې دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د وړم ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.
یوناما داسې وخت خپل کلنی راپور خپروي چې په دې وروستیو کې د افغانستان پلازمېنه کابل او ځینو لویو ښارونو کې د وسلوالو طالبانو د بې شمېره مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو ګڼ شمېر ملکيانو ته تلفات اړولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments