ویس برمک: تروریستان د کابل ښار ځیني شخصي کورونو کې ساتل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: آزادي رادیو سره خبرو کې د هیواد د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل چې. د کابل په ښار کې په ځینو شخصي کورونو کې ترورېستان ساتل کېږي.
نوموري وویل، په کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې د انتحاري او ډله يیزې حملې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او د معلوماتو راسته راوړلو سره به سم رسنیو سره شریک شي.
نوموړی وایي:”لومړنۍ څېړنې روانې دي، دا باید تر اخره وپلټل شي، د کمرو له لارې به ولیدل شي چې دغه وسایط له کومې لارې راغلي، تراوسه هم په ښار کې داسې شخصي کورونه شته چې په هغه کې تروېستان ساتل او روزل کېږي، ایا دوی له دغو کورنو راوتلي، یا له بېلابېلو لارو ښار ته داخل شوي، دا هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري.”
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کوي چې، د چهارشنبې په ورځ له زرهي موټرونو په استفادې اتو وسله والو په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ لومړی انتحاري او وروسته ډله يیزه حمله وکړه.
دغه برید پراخ غبرګونونه را پارولي او داسې پوښتنې را پیدا شوې دي چې حمله کوونکي د بهرنیانو له پوځي یونیفروم او زرهي موټرو په استفادې یاد برید تر سره کړی و.
د کابل امنیه قوماندان وايي، هغه موټر چې حمله کوونکو ورنه استفاده کړې، اسناد نه لري او د پېژندنې لپاره یې څېړنې روانې دي. د نوموړي په وینا، د ملي شورا یوشمېر غړي، جنرالان او حکومتي چارواکي له داسې زرهي موټرو استفاده کوي.
دی وایي: “زموږ ځیني وکیلان شته چې داسې بې پلېټه موټر لري او یا یې په پلېټ باندې(و ج) نصب کړي وي، ځیني لوړپوړي چارواکي او ځیني جنرالان چې په حکومت کې دي داسې موټر لري، د دې لپاره چې دغه موټر ارزانه دي او ژر ترلاسه کېږي ځکه نو دوی له خپل نفوذه په استفادې په داسې موټرو کې ګرځي.”
امین تأییدوي چې پولیس داسې موټر نه دروي، ځکه دوی پوهېږي چې دا موټر د حکومتي چارواکو دی. داعش وسله والې ډلې په کورنیو چارو وزارت د چهار شنبې د برید مسوولیت منلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments