عبدالباري جهاني ظاهر قدیر په فساد تورن کړ

comments 0

0 Views

هندوکش : د اطلاعاتو او کلتور  پخواني وزیر په یو بی ساري اقدام سره یو شمیر ولسي جرګي وکیلان د ملیونو ډالرو فساد او رشوت په اخیستو تورن کړل.
لومړې ځل لپاره د افغانستان د کابینې یوه غړي عبدالباري جهاني د ولسي جرګي وکیلان پر اسنادو او مدارکو ولاړ تورونه لګوي او وایي چې د حاجي ظاهر قدیر په ګډون یو شمیر نوماندو وزیرانو ته یي یو ملیون ډالر په واک کې ورکول تر څو یي د باور رایو د اخیستلو لپآره د ولسي جرګې غړو ته د رشوت په توګه ورکړي.
د ولسي جرګې وتلی غړی او د مشرقي د پخواني جهادي مشر حاجي قدیر پر زوی، ظاهر قدیر د کابینې پخوانې وزیر عبدالباري جهاني داسې تور پورې کړې چې وايي حاجي ظاهر قدیر په ډیره سپین سترګۍ او بي شرمۍ په عام مجلس کې چیرته چې په لسګونو سیاست وال، نوماند وزیران او د کابیني غړي او وکیلان ناست ول ده او د ده په څير یو شمیر بي پیسو نوماندانو ته د رشوت ورکولو وړاندیز وکړ.
جهاني وایي چې ظاهر قدیر وویل چې دی د خدای په خاطر او د پاکو کسانو له لوري د ولسي جرګې دغه مقام ته نه دی رسیدلی بلکې په ملیونونو ډالر یي همدې وکیلانو ته د رشوت په توګه ورکړي دي.
دا لومړې ځل نه دې چې د ولسي جرګې پر دغه غړې د فساد تورن پورې شوي وي تر دې وړاندې پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم ولسي جرګې ته داسې اسناد وړاندې کړي ول چې د حاجې ظاهر قدیر له شویو فسادونو یې پرده پورته کوله.
معلومه شي چې د باري جهاني د دغو تورونو پر وړاندي به د افغانستان حکومت، ستره محکمه او نوري اړوندي ادارې څه ډول غبرګون وښيي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply