ویانا کنفرانس ته چمتووالی روان دی

comments 0

هندوکش ـ ویانا: ټاکل شوې د ویانا کنفرانس د راتلونکې مارچ میاشتې له ۲۴ پیل او تر ۲۸ مې د اتریش په پلازمېنې ویانا کې دوام وکړي.
په ویانا کنفرانس کې به د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې کې د افغانستان د لس کلنو هڅو یادونه وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان کابل کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو له استازي مارک کولهن سره کتلي او په دې تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.
ویل کېږي دغه کنفرانس کې به د افغانستان په استازیتوب هم یو هئیت ګډون وکړي.
فکور نعیمی

Comments