وکیلان د شورا په انګړ کې خوندي نه دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې زیات وکیلان ویره لري چې د ملي شورا په انګړ کې ځان خوندي نه بولي .
د ولسي جرګې غړي وايي لومړي مرستیال څوکۍ ته د همایون همایون له بریالي کیدو وروسته یې ساتونکو د شورا په انګړ کې ډزې کړي چې اوس زیات وکیلان دې کار انديښمن کړي دي.
د همایون همایون د ساتونکو هوايي ډزې په ټولنیزو رسنیو کې هم غندل شوي دي.
د جرګې په تالار کې غوښتنه شوې چې نباید اداري هیئت له ځان سره وسله وال انګړ ته یوسي.
د وکیلانو ټینګار دا دی چې د ودانۍ دننه امنیت د شورا امنیتي قطعه ساتي او اړتیا نشته چې وکیلان له ځان سره وسله وال کسان دننه یوسي.
د ولسي جرګې غړي وايي اداري پلاوی یې په سپکو او درنو وسلو سمبال ساتونکي د شورا انګړ ته راولي خو د جرګې رییس بیا وايي هیڅ وکیل حق نه لري چې خپل ساتونکي داخل ته راولي .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments