وچکالۍ سیمو کې له مالدارانو سره مرسته کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په یو شمېر ولایتونو کې وچکالۍ مالدارانو ته ګڼې ستونزې را ولاړي کړي.
د کرنې وزارت د بادغیس، غور او جوزجان ولایتونو مالدارانو ته نږدې ۷ زره مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکو مرسته کوي.
د دغه حیواني خوراکي توکو د لیږد چارې په راتلونکې اوونۍ کې پیلیږي.
د دغو خوراکي توکو ټول لګښت د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۹۲ بېړني کوډ له لارې د مالدارانو د ملاتړ په موخه ورکول کېږي.
کرنې وزارت له نورو ولایتونو څخه هم شمېرې راټولوي ترڅو اړمنو مالدارانو سره مرسته ووېشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments