ووټل: پاکستان دې له ترهګرۍ سره مبارزه کې ځان وښيي

comments 0

هندوکش – امریکا: پاکستان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې عملي ګامونه پورته کړي.
د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې ویلي، پاکستان دې تروریزم سره مبارزه کې رښتینی وي او پر وړاندې یې باید عملي ګامونه واخلي.
‎جنرال ووټل ویلي، چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي.
هغه همدا راز په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو راوستو، فساد سره مبارزې او یو شمېر نورو برخو کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.
‎بلخوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، افغان حکومت د اصلاحاتو راوستلو بهیر دوام ته ژمن دی.
فکور نعیمي

Comments