ولې په پرلت چاودنه ؟ مطیع الله علیزې

comments 0

پاکستان کې د پنجاب پرضد د پښتنو خوځښت په تاریخ کې بې ساری دی چې د خپلو حقوقو د غوښتو لپاره راپورته شوي، دا پښتون خوځښت ځکه بریالی دی چې ولسي ملاتړ لري او هیڅ ډول سیاسي حرکت او د سیاسي ګوندونو ګټې پکې نشته.
پښتون لر او بر یو دی او دلته کابل کې یې هم په ملاتړ یوه خیمه ولګول شوه او فکري ځوانان به یو ځای راټولیدل او خیمه یې په یو فکري مرکز بدله کړې وه، خو تېره شپه نامرده دښمن لاسي بمونه ور اچولي چې یو کس پکې شهید او څو تنه نور ټپيآن شوي دي.
د تلفاتو له اړخه دا یوه وړه پېښه، خو نورو اړخونو ته یې که ولیدل شي، دا ډيره لویه او ډاروونکي پېښه ده.
دا ځکه چې کابل کې د کوزو پښتنو په ملاتړ د پرلت خیمه د ترهګرو پرضد هم وه، پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په دې پلمه کوز او بر پښتانه وژني چې درد یې سره یو دی او دواړه د پنجاب د ګټو قرباني کیږي.
د کابل پرلت کې د ترهګرۍ پرضد فکري مبارزه روانه وه او له ترهګرۍ او افراطیت د خلاصون لپاره پکې فکري ځوانانو مقالې وړاندې کولې او بیانونه یې کول، دا نو د پاکستان کله لوریږي چې یوه ډله ځوانان دې د پلازمېنې په زړه کې د دوی او ترهګرو پرضد فکري مرکز رامنځ ته کړي.
پاکستان چې کله پوه شو چې د کوزو پښتنو په ملاتړ د کابل پرلت دوی ته د خطر زنګ دی او د پاکستان پروړاندې د افغانانو کرکه به لا ډيره زیاته کړي،نو یو ډاروونکي عمل یې د خپلو لاسپوڅو په واسطه وکړ چې په دې مرکز کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي او له ناکامۍ سره یې مخ کړي.
دا کوم د تعجب وړ خبره هم نه ده چې د کابل پرلت کې چاودنه وشوه، دلته له ترهګرو، جومات، ښوونځی، عامه ځآیونه او لوی لارې خوندي نه دي، نو بیا پرلت ترې څنګه خوندي پاتې کیدای شي چې هره ورځ پکې د ترهګرۍ ضد افکار تبادله کیږي.
پاکستان له ترهګرو سره یو ځای له دې مرکز ویره درلوده، ځکه د دې مرکز تنظیموونکو پتيلې وه چې دا پرلت به نورو ولایتونو ته غځوي او د سخت دریځۍ، ترهګرۍ او پاکستان د برنامو پرضد به خبرې کوي او پښتون ولس او په ټوله کې افغانان به له دې شر ژغوري.
خو له نیکه مرغه چې پرلت کې له چاودنې او قربانۍ وروسته د پرلت ځوانانو ویلي چې دوی له دا ډول بریدونو ته تسلیم نه شي او مخ پروړاندې به ځي، ځینې نورو ژمنه کړې چې له دې وروسته به پرلت کې ګډون کوي او د سخت دریځۍ پرضد به خپل غږ پورته کوي.
پاکستان په افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د هر هغه کار مخالفت کوي چې د سخت دریځۍ پرضد وي، ځکه پاکستان له سخت دریځۍ د ترهګرۍ لپاره کار اخلي او همدا یې د سیاست او عوایدو ښه لار ده.
په پرلت کې د چاودنې یو بل لامل دا کیدای شي چې دلته ټول فکري مبارزین راټول شوي و چې هر کله یې طالب، داعش او نورې ترهګرې ډلې غندلي او د یو پرمختللي افغانستان لپاره یې کار کو، نو یو هدف دا و چې دا فکري ځوانان له منځه لاړ شي او یو یا داسې ویره ور واچول شي چې بیا د یو ځای راټولیدو جرات و نه کړي.
خو په دې عمل دښمن بریالی نه شو، ځکه له چاودنې وروسته د ځوانانو روحیه لا پياوړې شوه او د ترهګرۍ پرضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

Comments