ولې مو هره ورځ عام ولس وژل کیږي؟

comments 0

زمونږ ګران هیواد افغانستان پدې وروستیو کی دیو لړ سترو جنایتونو شاهد دی چې قربانیان یې هم عام او بی ګناه خلک دي. ترهګری او افراطی ډلي هره ورځ داسلام مقدس دین تر نام لاندې جنایت زیږوي او په بیلا بیلو کړنلارو او تاکتیک په کارولو سره دافغانستان بی دفاع او مظلوم ولس له منځه وړی ، لکه چی اوریدل کیږي ترهګرو ډلو انتحاری او انفجاری بریدونه ترسره کړل اوله بی ګناه ولس یې قربان کړ. نو دا پوښتنه رامنځته کیږی چی دغه ترهګر څوک دي ؟
هغه چی داسلامی نظام د ټینګښت او په افغانستان کی په ظاهره دالهی قوانینو دپلی کولو مدعیان ځان بولي بیا ولی او په کوم جرم هره ورځ له بیګناه انسانانو قربانی اخلی او په ټولنه کی د ویر او وحشت څپی خپروي.
حال داچی داسلام مقدس دین د بیګناه انسانانو وژل حرام بللي اوهغه یې د عرفی ورځي او د ذولحجه میاشتي سره تشبه کړي او دغه تشبه دیو مسلمان د عزت او حرمت ته د درناوی په موخه ده چې د اسلام دین ورته در ناوی لری،داچې ځینی نن ځان مسلمان هم بولی او د ځانمرګو اوانفجاری بریدونو ترڅنګه په وسله والو ډلیزو بریدونو سره ځان او نور وژني او پداشان ناوړو اعمالو لاس پوری کوی دشریعت له کوم ځای نه یې ځان ته دلیل پیداکړئ او د ماشومانو، ښځو اوسپین ږیږو وژل څه راز توجیه کوی؟
پداسی حال کی چې داسلام ستر پیامبر (ص) فرمایې : ( من حمل علینا السلاح فلیس منا ). بخاری حدیث “7071”شمیره)
ژباړه : څوک چې زمونږ په وړاندی وسله پورته کوی له موږ نه ندی. کله چې دسلاح لیږد جواز ونلری نو فیر او انداخت یې څنګه جواز ولری همدا راز رسول اکرم (ص) فرمایې (لایحل لمسلم ان یروع مسلما ) (ابو داود حدیث “5004”شمیره )
ژباړه : حلال نه ده په مسلمان باندی چې بل مسلمان و ویروی.
کله چی دیو مسلمان ویرول حرام وی نو وژل یې په لومړی درجه حرام او ناروا دی.
ځان وژنه چې ځیني یې انتحار بولی او هم ځینی ورته دا ستشهاد او فدایی کلمه کاروی باید د دی اصل او مبدا ولټول شي.
خدای (ج) فرمایې :
ژباړه: خپل نفس مه وژنئ(سوره نساء “29”آیت)دپورته ایت پربنا د نفس وژل په اسلام کې جواز نلري نو کله چې دنفس وژنه جواز نلري او نهی ګڼل شوی وي نو دا ستشهاد د کلمی دکارونکو به باور چې وایې خپل نفس وژنم ترڅو چې کفارو ته ماته ورکړم او … دغه دلیل خدای(ج) ته د منلو نه ده ځکه چې د تصمیم اصل او نیت یې مجاز نه ده ځکه د دغه عمل اصل او مبد
ا د شریعت له پلوه منع او ناروا ده او کله چې د نفس وژل ناروا وی نو د نفس د وژني نیت په هر دلیل سره چې وی باطل او ناروا ده.
بله موضوع دا چې دانتحاری بریدونو ډیری قربانیان بیګناه ولس ده ، دغه عمل معقول عمل نده او انتحار کوونکئ پدغه عمل سره د ډیرو بیګناه انسانانو ژوند اخلی حال داچې داسلام مقدس دین مجاهدینو ته لارښوونه او امر کړئ چې د فی سبیل الله (جهاد) په لار کی د دښمن ماشومانو ، ښځو ته زیان مه رسوی.
بنآ دغه عمل په ټولیزه توګه زیان ده او په کراتو کراتو سره منع ، نهی ، ناروا او حرام عمل بلل شوی ده .
دهغی ورځي په هیله چې ټول لاسونه د یو بل په لاس کی ورکړو د جګړي او خشونت نه پرته د ملت د سعادت او ښیګیني په لار کې هڅه او هاند وکړو.
لیکوال : عبدالمنان توحیدیار

Comments