ولسي حرکت له غزني کابل ته راځي

comments 0

هندوکش – غزنی: د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي نن له غزني د کابل پر لور راځي.
پرلت کوونکي چې په هېواد کې د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو لپاره پلې روان دي، اوس یې د برخه والو شمېر تر شاوخوا شپېتو کسانو رسېدلی دی.
دوى به تر کوچني اختر وړاندې په کابل کې افغان چارواکو ته د سولې د ټينګښت لپاره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وسپاري.
وروسته له هغې چې د روان کال د مارچ پر ٢٣مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يو بمي برید کې ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته، فعالانو په هلمند کې د سولې د پرلت خیمه ودروله او خوځښت یې پیل کړ.
له هلمند څخه د سولې پلی حرکت تر کابله له هرکلي سره مخ دی.
شاه رسول غزنوي

Comments