ولسي جرګې باندې د خلکو نیوکې

comments 0

6 Views

هندوکش_کابل: دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې ټول غړي حاضر و او هیڅ غونډه یې نه درلوده.
د جرګې د رخصتۍ دلیل نامالوم و او په کمېسیونونو کې هم وکیلان نه و چې کارونه یې مخ ته وړی وای.
څو وکیلان چې د جرګې انګړ ته راغلي و ادعا وکړه چې ځینې وکیلان د ملي امنیت د رییس په استیضاح او معاملو بوخت دي.
له دې سره کابل کې یوه ډله مدني فعالانو د ولسي جرګې له لوري د ملي امنیت د عمومي رییس استیضاح ناقانونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید په دې وضعیت کې پارلمان له خپلې پریکړې تېر شي.
د غونډې ځینې ویناوالو ځینې وکیلان پردیپال یاد کړل چې د پردیو د ګټو لپاره په پارلمان کې ځینې پریکړې کوي.
سپوږمې پوپلزي

Share this page to Telegram

Comments