ولسي جرګه د غونډو لپاره اجنډا نه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسي جرګې یوځل بیا د دوشنبې په ورځ اجنډا نه درلوده اوعمومي غونډه یې ونه کړه .
دا په یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې د ولسي جرګه د تالار دروازه د وکیلانو پرمخ تړلې وې او هغه وکیلان چې تالار ته راځي، بیرته ستنیږي.
د ولسي جرګې غړي د اجنډا نه برابرول د خپل اداري پلاوي بې کفایتي په ګوته کوي .
د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست وایي، د ولسي جرګې تالار څو بې کفایته وکیلانو ټیکه کړی او حاضر نه دي چې د ملت استازیتوب وکړي.
په تېره اوونۍ کې هم د ولسي جرګې دوه ورځې د اجنډا د نه شتون له کبله عمومي غونډه نه وه او تالار تړلی و.
نیوکې دي چې د ولسي جرګې زیات غړي په شخصي کارونو او ځینې نور په کمپاینونو مصروف دي او غونډې او استازیتوب ترې پاتې دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments