ولسي جرګه د رییس په ټاکلو و نه توانیده

comments 0

هندوکش – کابل: میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي بیا هم ونه توانیدل چې د ولسي جرګې ریاست ته لار پیدا کړي.
رحماني یو سلو درویشت او کمال ناصر اصولي یواځې پنځه پنځوس رایې واخیستلې چې په دې سره یو هم ونه توانید چې پنځوس جمع یو رایه پوره کړي.
د بریا لپاره ۱۲۴ رای وې، خو میررحمان رحماني ۱۲۳ رای وړي، کمال ناصر اوصولي ۵۵ رای وړي، ۵۳ رای باطلې او ۱۳ سپینې کاریدلي دي.
نصاب لومړی ۲۴۷ و، خو کاریدلې رای ۲۴۴ دي، په دې حساب رحماني ګټلې، خو جرګه کې د نصاب او بریا پر سر جنجال راپورته شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments