ولسي جرګه اجنډا نه لري

comments 0

هندوکش – کابل: ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا اجنډا نه درلوده اوغونډه یې ونه کړه .
جرګې ته حاضر شوي وکیلان وايي، اداري پلاوی یې د اجنډا ټاکلو وړتیا نه لري چې بیا دروازې د وکیلانو پر مخ تړي.
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست چې د جرګې بندو دروازو ته ولاړ و، په خلکو نیوکه وکړه چې سم وکیلان یې جرګې ته نه دي لیږلي.
هغه وکیلان چې عمومي غونډې لپاره راغلي و د تالار د بندې دروازې مخکې ته د څو شیبو انتظار وروسته بیرته خپلو کورنو ته لاړل .
د مالوماتو له مخې د جرګې د هر وکیل ورځنی امتیاز نهه زره افغانۍ دی او په هغه ورځ چې غونډه نه لري هم خپل امتیاز اخلي.
رمضان بشر دوست ټینګار کړی چې د غیرحاضرو وکیلانو امتیاز دې غریبو خلکو ته وویشل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments