ولسوالۍ شورا وکیلانو ته معاشونه منظور شول

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسوالیو شوراګانو غړو ته هم معاش ورکول کېږي.
ولسمشر غني حکم کړی چې د ولسوالیو شوراګانو قانون دې ژر تر ژره بشپړ او د ولسوالیو شوراګانو غړو ته دې معین معاش وټاکل شي.
دغه راز اشرف غني نیوکه کړې چې په ولایتونو کې د خدمتونو د وړاندې کولو کچه ټیټه ده، خو د فساد تورونه بیا زیات دي.
د غني په خبره، والیان هم د دغه وضعیت بدلېدل غواړي، خو یوازې اقدام ته اړتیا ده.
هغه د اداري اصلاحاتو کمېسیون او نور ارګانونو ته لارښوونه کړې چې باید د ولایتونو د رئیسانو د دندو په تعریف کې ابهام له منځه لاړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments