ولسمشړي مانۍ: پرمقدسو ځایونو برید د ترهګرو د ضعف ښکارندوی دې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تیره ورځ پر مقدسو ځایونو برید هیواد پر وړاندې د ترهګرو کمزورتیا او ضعف وباله.
د ولسمشړي مانۍ ویاند مرستیال هندوکش نیوز ته وویل:«د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې ترهګرو ډلو د جګړې په ډګر کې خپله ماته منلې او له همدې امله غواړي پر عامو وګړو او مقدسو ځایونو حملې ترسره کړي ترڅو خپل شوې خسارې جبران کړي».
نوموړي زیاته کړه: « د بهرنیانو په اشاره ترهګړې دلې هڅه کوي هیواد کې مذهبي مسئلو ته لمن ووهي خو دوی نه پوهیږي چې افغانان ددوې په داسې کړنو تر مخکې ډیر یو بل ته نژدې کیږي او دښمنانو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو شومو اهدافوته افغانستان کې لاسرسې پیداکړي».
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې ترهګرو ډلو هڅې کړي چې افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي خو افغانان په دې پوه شوي او ددوې پر وړاندې به خپل یووالي ته ادامه ورکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply