ولسمشر یو ځل بیا د ککړې هوا د مخنیوي لپاره لارښوونې کړي//نوید احمدڅرک

comments 0

ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې په شپه ارګ کې د هوا ککړتیا د مخنیوي کمېسیون له غړو سره په ناسته کې د کابل هوا د ککړتیا د مخنیوي لنډ مهاله عملیاتي پلان وارزاوه.

ولسمشر د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې شوي اقدامات کافي نه دي بللې او مشخصې لارښوونې یې کړي چې په تېرو څو اونیو کې د کابل هوا د ککړتیا د مخنیوي موضوع لومړیتوب کې وه، خو کار نه دی شوی.

حکومت د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان لري، خو د اوږدمهاله برنامې ترڅنګ بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده چې په پایله کې یې ښاریانو ته کابل چاپیریال سالم او د تنفس وړ وګرځي.

 د کابل فضا ښاریانو ته وژونکې شوې او دغه خطرناک وضعیت عاجلو او عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

ولسمشر لارښوونه کړې چې ژر تر ژره دې د هوا د ککړتیا لومړی درجه عاملین مکلف کړي، ترڅو د هغو سون توکو د کارولو پرځای چې د هوا د ککړتیا لامل کېږي با کیفیته سون توکي وکاروي. دغه راز د لوګیو د تولید دمخنیوي په خاطر دې د دود د تصفیې معیاري فلترونو څخه استفاده وشي.

په کابل کې د لویو ښارګوټو او د لوړو ودانیو مالکان، د خښتو ، پخولو بټۍ، حمامونه، د واده سالونونه، تولیدي فابریکې او نورې سوداګرۍ د هوا د ککړتیا اصلي عاملین دي، چې د شخصي ګټو لپاره یې د کابل خلکو ټولیز ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

کورنیو چارو وزارت ته ولسمشر غني لارښوونه کړې، په هغه صورت کې چې د هوا ککړتیا لومړۍ درجه عاملین د سون توکو د تغییر او د تصفیې فلترونو نصب په اړه د کابل ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سپارښتنو ته پام ونه کړي، له هغوی سره دې د لویې څارنوالۍ په همکارۍ جدي قانوني چلند وشي.

حکومت مسوول دی او باید د عامه ګټو لپاره د هر پلان په تطبیق کې مخکښ واوسي، په همدې اساس دولتي اداري مکلفې دي چې په دولتي ادارو کې د غیر معیاري سون توکو د کارولو مخنیوی وکړي.

جمهوررئیس د کابل ترافیکو ریاست ته دنده وسپارله چې د زیات دود تولیدونکو وسایطو پر وړاندې عاجل اقدامات وکړي او دغه ریاست دنده لري چې د دې برنامې د تطبیق پیل له دولتي وسایطو وکړي.

له دې سترګې نه شي پټیدلی چې حکومت په دې برخه کې مسوول دی او باید مسوولې ادارې خپل مسوولیت ادا کړي، خو د خلکو مسوولیت څه دی؟

ایا پولیس او د چاپيریال ساتنې مسوولې ادارې د هر کور دروازه ټک ټک کړي چې هغه توکي مه سوځوئ چې زیات لوګی کوي، ښکاره خبره ده چې دا کار شونی نه دی، نو پکار ده چې خلک هم په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی.

که خلک خپل کار وکړي او دولتي مسوولې ادارې خپل کار وکړي، د کابل د هوا په پاکوالي کې فوق العاده پاکوالی راځي.

Comments