ولسمشر کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو دوام غواړي

comments 0

هندوکش – کابل: هغه بهیر چې کورنیو چارو وزرات کې د امرالله صالح د مدیریت په مهال پېل شوی و، دوام پیدا کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د زورواکو، غلو، او غیر قانوني وسله والو پر وړاندې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او پرېکړې دې له فرد محورۍ څخه پر بنسټ محورۍ بدلې شي.
د نوي سرپرست تر ټاکل کېدو پورې د کورنیو چارو وزارت سرپرستي د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر مخ وړي.
پر دې سربېره ولسمشر غني سپارښتنه کړې چې، د ملي اردو په همکارۍ دې د لویو ښارونو او لویو لارو امنیت خوندي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments