ولسمشر په بلخ کې دوه بنسټیزې پروژې پرانیستې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپره شوې خبر کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن په بلخ ولایت کې د 706 ملیونو یورو په ارزښت دوه بنسټیزې پروژې پرانیستې.
د خبر له مخې نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټه برېښنا سب سټیشن او په مارمول ولسوالۍ کې د برېښنا د وېش شبکه پرانسته.
خبر زیاتوي، دغه پروژې چې ۱۸ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي، د ۷.۶ میلیونه یورو په ارزښت د المان په بلاعوضه مرستو رغاول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې آلمان په تیرو 17 کلونو کې افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې او اوسمهال هم خپلو مرستو ته ادارمه ورکوي چې د بیلګې په توګه بلخ کې د دوو بسټیزو پروژه مالي ملاتړ په ګوته کولاې شو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments