ولسمشر: پر خبریالانو او فعالانو بریدونه د ځوان نسل ناهیلي کول دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، پر ژورنالیستانو او مدني فعالانو د هدفي بریدونو هدف پر نوي نسل حمله، د هغو د روحیې خرابول او د هېواد بې ثباته کول دي.
په تېرو څه کم دوو میاشتو کې په بېلابېلو حملو کې خبریالان او مدني فعالان وژل شوي دي.
ولسمشر غني پرون د کابینې په غونډه کې د خپل حکومت چارواکو ته ځینې لارښوونې وکړې، د وروستیو بریدونو د هدف په اړه یې وویل: “هدف د ثبات له منځه وړل دي، هدف د اعتماد له منځه وړل دي، هدف زموږ د ځوان نسل نهیلي کول دي او د ټولو مشرانو او په تېره بیا زموږ د ښځو مایوسه کول دي.”
ده ټولو اورګانونو ته لارښوونه وکړه، چې د وژل شویو کسانو د کورنیو لاسنیوی وکړي او خواخوږي ورسره وښيي.
ښاغلي غني همداراز پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د دغو قتلونو عاملان کشف او ونیسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments