ولسمشر پاکستاني پلاوي ته سپینه خبره کړې

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: کابل او اسلام اباد د افغانستان له خوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو په پیل او څرنګوالي خبرې کړي.
په ارګ کې ولسمشر غني او د پاکستان د ملي امنیت شورا په مشرۍ پلاوي په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیمه ییز اتصال او سیمه ییزو همکاریو د بحث ترڅنګ په جرمي اقتصاد او ترهګریزو شبکو په فعالیت او ورسره په مبارزې ټینګار شوی .
ولسمشر غني پاکستان سره دولت په دولت د خبرو د پیل لپاره د پاکستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي.
ولسمشر پاکستاني پلاوي ته سپینه خبره کړې چې که پاکستان غواړي له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب ولري، نو اړتیا ده چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې عملي ګامونه واخلي.
د پاکستان د ملي امنیت شورا مشر جنجوعه د افغانستان د امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر سره هم لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې یې ورسره خبرې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments