ولسمشر ټرمپ: طالبانو امریکا په افغانستان کې پاتې کیدو ته اړه کړې، دوی زموږ په شتون کې ډالر ګټي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: په یو بل ټویټ کې ولسمشر ټرمپ وایي، طالبان له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه ګډوډ دریځ لري.‌ نوموړي د ډالرو سمبول ($) په کارولو سره په اشارې ویلي چې طالبانو امریکا په افغانستان کې پاتې کېدو ته اړ ایستلې او له شتونه یې ګټه اخلي.
ولسمشر ټرمپ د خپلې دې ادعا په اړه کوم وضاحت نه دی کړی، خو یو ځل بیا یې ویلي‌ چې امریکایی پوځ افغانستان کې د پولیسو رول ترسره کوي.
ډونلډ ټرمپ دا ټویټونه د وال سټریټ ژورنال د هغې سرمقالې په غبرګون کې کړي چې پکې له نوموړي غوښتنه شوې وه چې د افغانستان په مسله کې بیړه ونکړي.
نوموړي د دې سرمقالې په ځواب کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
“دوی (وال سټریټ ژورنال) ته دې څوک ووایي‌ چې موږ له تېرو ۱۹ کالو راهیسې په افغانستان کې یو. سره له دې چې اوس مو هلته د پوځیانو شمېر کم شوی، خو موږ بیړه نه کوو”.
د امریکا ولسمشر همدا راز وایي، له لومړیو کلونو پرته په دې نوره موده کې امریکا افغانستان کې د بریا لپاره جګړه نه ده کړې.
ښاغلي‌ ټرمپ ویلی، امریکا په افغانستان کې د یو ځواکمن پوځ په توګه نه ده، بلکې د یو پولیس ځواک په توګه مېشته ده.
فکور نعیمي

Comments