ولسمشر ولې د واک په انحصار تورن دی؟:

comments 0

له هغې ورځې چې اوسني ولسمشر غني د حکومت مشري پیل کړې، نږدې درې کاله یې وشول، له لومړۍ ورځې یې په ارګ، وزارتونو او ولایتونو کې هغه کړۍ ماتې کړې چې د قراردادونو او کمیشن کاریو له درکه یې میلیونونه ډالر په لاس راوړل.

دا هر څه ولسمشر غني ته مالوم و، چې د فساد ستره برخه کوم ځای کې ده او  فساد عاملین څوک دي، ښاغلي غني لومړۍ له ارګ پیل وکړ او د هغو کړیو لاسونه یې لنډ کړل چې ځانونه به یې د افغانستان میراث خواره بلل.

همغه و چې د قومي او جهادي ټیکدارانو چیغې ووتې او په یو او بل نوم یې حکومت او د ولسمشر په تخریب کار پیل کړ چې تر نن پورې لګیا دي، له هر ادرس او هرې قوې کار اخلي چې په حکومت فشار راوړي، څو امتیازات ترلاسه کړي.

ولسمشر د تدارکاتو لویه برخه چې قراردادونه ورکول کیږي، په خپل لاس کې ونیول او شفافیت یې ډیرې پیسې سپما کړې، خو دا هر څه هر چا ته د منلو نه و، په ځانګړي ډولهغو کسانو ته چې د تدارکاتو له درکه به یې د میلیونونو ډالرو قرادادونه اخیستل او بیا به یې په فیصدۍ باندې خرڅول.

له ټیکدرانو چې لار ورکه شوه، اخر یې ولسمشر په دې تورن کړ چې ټول قراردادونه خپلې کورنۍ ته ورکوي او په تدارکاتو کې هیڅ ډول شفافیت نشته، خوتر ننه چا داسې کمپني او قرارداد د مثال په ډول وړاندې نه کړ چې وښيي ولسمشر خپلې کورنۍ ته ورکړی وي.

ولسمشر د معینانو رییسانو مقرریو کار هم خپل واک کې د دې لپاره واخیست چې قومي ټیکدارانو به د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې کسان مقررول او بیا به یې د فساد له لارې له دې رییسانو میاشتنی برخه غوښته.

ولسمشر دا هر څه د دې لپاره وکړل چې د قومي او ژبني ټیکدارانو مخه په حکومت کې ونیسي، خو بیا هم دا خلک توانیدلي چې له یو او بل درکه خپل کارونه وکړي او د نامشروع لارو پيسې لاس ته راوړي.

هغه ډلې چې له ولسمشر په دې ناراضه شوې چې ګنې دنده او قراردادونه یې نه دي ورکړي، سفارتونو ته مخه کړه او ډیر یې اوس د حکومت د تخریب لپاره کار کوي، کله د ولسمشر په کورنیو او بهرنیو سیاستونو نیوکه کوي او ځینې نور د لوی جرګې غږ زمزمه کوي چې دا حکومت ختم او پر ځای لنډمهالې اداره رامنځ ته کړي چې انتخابات وشي.

په هیڅ حکومت کې به دومره چارواکي او نظامي جنرالان نه وي محکمه شوي، لکه په دې درې کلونو کې چې ولسمشر د فساد په قضیو کې محکمه کړل، پيسې یې ترې واخیستې او اوس په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

دا به سمه وي چې فساد لا هم شته، خو فساد هغومره نه دی، څومره چې په له دې حکومت وړاندې په څوارلس کالو کې شوی دی.

ولسمشر له هرې لارې کار وکړ او لا یې کوي چې د حکومت میراث خواره چې د جهاد په نوم یې میلیونونه پیسې ترلاسه کړي، حاشيي ته کړي، خو بیا هم همدا عام خلک دي چې د دې ټیکدارانو تر شا دریږي او پر حکومت فشارونه راوړي.

که عام افغانان له لومړي سره له ولسمشر سره تللی وای، او د ټیکدارانو خبرو ته یې غوږ نه وی ایښئ، نو اوس به وضعیت ډیر ښه و، ولسمشر له لومړي سره هغه کار وکړ چې خلکو غوښت، خو قومي او سیاسي ټیکدارانو خلک په فریبانه تبلیغاتو تېرایستل او پر حکومت یې ور واچول.

ولسمشر د غازي امان الله خان په لار روان دی، فکر یې کاوه او کوي یې چې ګنې ولسونه به یې ترشا ودریږي او بغدادي پیرانو به مخ واړوي، خو ځینو ډلو دا خلک له ولسمشر وګرځول او یا ګرځوي چې د ولسمشر غني د پرمختیايي کارونو او سیاستونو پروړاندې خنډونه جوړ کړي.

دا هر څه د شخصي عقدو او ګټو لپاره دي، هیڅ مشر د دې هېواد او کړیدلي ملت په غم کې نه دی، هر ځای یې چې ګټې له خطر سره مخ شي، چیغې وهي او هر ځای یې چې ګټې خوندې شي، هملته غلی ناست وي.

لیکوال : وقار الله دیدار

 

Comments

Leave a Reply